د یمن په پلازمېنې صنعا کې د مرستو د وېش پر مهال ټېل ماټېل کې لږ تر لږه ۷۸ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د جرمني ډي.پي.اې اژانس ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه د روژه ماتي پر مهال شوې. دغه اژانس د اوښتې مرګژوبلې معلومات په سیمه کې د حوثي یاغیانو د یوه روغتیایي چارواکي په حواله خپاره کړي دي. رویټرز اژانس ویلي، سلګونه دغه کسان د صنعا په یوه ښونځي کې راټول شوي وو چې هغوی سره د شاوخوا ۹ ډالرو په ارزښت شوې مرسته ترلاسه کړي. د یمن کورنیو چارو وزارت ویلي، د مرسته وېشونکو دوه مسوولين یې نیولي او پوښتنې ګروېږنې ترې کوي. په یمن کې اته کاله کورنۍ جګړې میلیونونه کسان له لوږې سره مخامخ کړي دي.
































