د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي د روسیې او طالبانو ترمنځ د اړیکو په تړاو د نیویارک ټایمز وروستی راپور کومه نوې خبره نه ده. مایک پمپیو وایي دوی له دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې دي نو په واضح توګه هر څه ورته ښکاري، چې طالبانو ته له کومه ځایه پیسې راځي او امریکایي ځواکونو ته له کومو اړخونو خطرونه جوړېږي. دده په خبره له روسیې سره یې په ځلونو خبرې کړې دي او ورته ویلي یې دي چې د خپلو سپکو وسلو پلور ودروي، ځکه دا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې کارول کېږي. نوموړي همدا راز ویلي چې همدا اوس یوازې روسیه نه بلکې ګڼ داسې ځایونه دي چې له هغه طالبانو ته پیسې راځي. پمپیو وایي ایران لا هم له طالب وسله والو مالي ملاتړ کوي، دوی د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جګړې ته لمسوي او هڅه یې دا ده چې د سولې روانه پروسه تخریب کړي. پمپیو ټینګار کړی چې د امریکا حکومت او ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو امنیت ته متوجه دی او دغه ډول ګواښونه څه نوې خبره نه ده چې امریکا یې دې پر وړاندې تیاری و نه لري.
































