ازبکستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ۲۰۰ ټنه خوراکي توکي په يو لړ مراسمو کې افغان پلاوي ته وسپارل. د افغانستان په چارو کې د ازبکستان استازی عصمت الله اېرګاشوف د دغو مرستو شمېر ۲۰۰ ټنه یادوي چې په کې اوړه، غوړي، غنم د ماهي غوښه او آش شامل دي. د نوموړي په وينا، دغه مرستې د ازبکستان د ولسمشر په ځانګړې سپارښتنه د کوچني اختر په پار د افغانستان له خلکو سره شوې دي. په همدې حال د افغانستان سرپرست حکومت د اقتصاد وزیر د دغو مرستو هرکلی کوي او د دواړو هېوادو ترمنځ د اړیکو پر دوام ټينګار کوي. ازبکستان افغان پلاوي ته دغه مرستې په داسې حال کې سپاري، چې تېره اونۍ ترکمنستان هم له افغانستان سره د ۸۱ واكونه خوراکي توکو مرسته کړې وه.
































