د اوبو او انرژۍ وزارت د ګلبهار شرکت سره د ډبرو سکرو او ګازو څخه د برېښنا د تولید په اړه د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د ګلبهار انویسټ شرکت له رییس سره د ګډې همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ. دغه هوکړه لیک د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید فابریکي جوړولو په برخه کې د یاد شرکت د پانګونې چارو د پرمخ وړلو لپاره د دواړو لورو ترمنځ د ګډو تخنیکي همکاریو په موخه لاسلیک شوی دی.
































