د ملي دفاع سرپرست وزیر یو وار بیا ټنیګار کړی چې هیڅ وخت به چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد استعمال کړي. نوموړي د اختر په مناسبت په خپل خپاره کړي پیغام کې ویلي، دوی لاهم پرخپله ژمنه ولاړ دي او هیڅ وخت د افغانستان له خاورې نورو ته د خطر ګواښ پېښ نه شي. دفاع وزیر ویلي چې لاهم یو شمېر مغرضۍ کړۍ په دې اړه منفي تبلیغات کوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښېږي، چې دوی یې په ککله ردوي. په همدې حال کې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز بیا د اختر په مناسبت له خپلو ځواکونو غوښتي چې د اختر په شپو او ورځو کې د خلکو امنیت خوندي کړي.































