د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پیغام کې ویلي، که افغان ښځې او نجونې زده کړې وکړي، افغانستان د بهرنیانو له احتیاج څخه خلاص شي. هغه ویلي، له سرپرست حکومته غواړي، د پرمختللي، خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان لپاره ژر تر ژره د ښځو او نجونو پر وړاندې د پوهنتونو او ښوونځیو دروازې پرانیزي او کارځایونو ته د ښځو د تلو لار هواره کړي. کرزي همداراز ، په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د ملي خبرو اترو پر ژر پیل ټینګار کړی.
































