د کورنيو چارو سرپرست وزير د کوچني اختر په ورځو کې له کلکو امنيتي تدابيرو خبر ورکړى او له خلکو يې غوښتي چې د امنيت په تامين کې همکاري وکړي. د کورنيو چارو سرپرست وزير په خپل اختريز پيغام کې هېوادوالو ته د اختر په ورځو کې د کلکو امنيتي تدابيرو نیولو ډاډ ورکړى دى. هغه له خلکو غوښتي چې د امنيت ټینګښت برخه کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي او ټينګار يې کړى چې خلک دې له هوايي ډزو او د پټاقيو له استعماله ډډه وکړي.
































