په امریکا کې د کرونا ویروس د ورځنیو مثبتو پېښو شمېره په بې ساري توګه لوړه شوې ده. د معلوماتو له مخې په امریکا کې په ۲۴ ساعتونو کې ۵۲۹۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۷۷۹۹۵۳ ته رسېدلی دی ۱۳۰۷۸۹ کسه تر دې دمه د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. بلخوا د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د سپينې ماڼۍ سلاکار وایي چې ښايي د کرونا مثبتې پېښې تر دې هم لوړې شي او ان په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰ زره مثبتو پېښو د ثبت امکان شته دی. دې مسئلې ټرمپ هم وېرولی دی او د ماسک اغوستلو پر وړاندې له خپل مقاومت په شا شوی دی او په خبره یې له دې وروسته به په ځینو ځایونو کې ماسک کاروي.
































