د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې په خوست ولایت کې د زرغون جام کرکټ سیالیو لپاره چمتوالی روان دی او د اپرېل د میاشتې په ۲۹ نېټه به د کرکټ د ملي لوبغاړو په شتون سره ددغه جام سیالۍ پیل شي. په دې سیالیو کې څلور لوبډلې هندوکش سترایکرز، پامیر لیجیندز، میوند دیفیندرز او جونیر ګډون لري.کرکټ بورډ دا لوبې د راتلونکو اسیا او نړیوالو جامونو لپاره د چمتوالي سیالۍ یادې کړې دي.
































