د میانمار په مرکزي برخه کې پر دوو کلیو بړبوکۍ راغلې او لږ تر لږه ۸ کسان یې مړه کړي او تر ۲۰۰ زیات کورونه یې ویجاړ کړي دي.د بهرنیو رسنیو د راپور له مخي دغه بړبوکۍ د جمعې مازیګر مهال پیل شوه، او د ۴۰ دقیقو لپاره روانه وه. په دغو کلیو کې د وضعیت عادي کېدل به څو میاشتې وخت ونیسي. په میانمار دغه راغلې بړبوکۍ دوه کلي ځپلي او ۲۳۲ کورونه ویجاړ شوي دي. دغه راز په میانمار کې محلي خیریه بنسټونو ۱۲۸ کسان روغتونونو ته لېږدولي.
































