د کندوز د کرنې د ریاست چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د شاتو په کاروبار کې زیاتوالی راغلی دی او نږدې ۵۸ زره کیلو ګرامه شات په تیر ۱۴۰۱ کال کې تولید شوي دي، چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۳۵ سلنه ډېروالی ښیي.
په همدې حال کې په یاد ولایت کې د شاتو د مچیو فارم لرونکي وايي، چې حکومت دې له دوی سره د بازار موندنې په برخه کې مرستې وکړي او له بهر څخه دې د شاتو د وارداتو مخنوی وشي.
































