د میدان وردګو اوسېدونکي په سیداباد ولسوالۍ کې د ګوربت د اوبو او برېښنا بند کارونو د ژر پیلېدو غوښتنه کوي. دوی وايي که څه هم په ځلونو د دغه بند د کارونو د پيل ژمنې ورسره شوي، خو لا تر اوسه یې عملي چارې نه دي پيل شوي. بلخوا د دغه ولایت د سیندیزې حوزې رییس وايي، چې دګوربت بند لومړنۍ سروې یې بشپړه کړې او د جوړېدو چارې به یې راتلونکي پنځه کلن پلان کې شاملې کړي. د میدان وردګو د سیداباد په ولسوالۍ کې دګوربت بند چې د افغانستان له مهمو بندونو شمېرل کېږي د زرګونه هکتاره ځمکې د خړوبولو او برېښنا تولید ترڅنګ د شاوخوا شپږ میلیونه متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې خلک یې په جوړولو ټینګار کوي.
































