د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سره له دې چې هره ورځ زرګونه افغان ماشومان او کورنۍ د لومړنیو اړتیا وړ شیانو د نشتوالي له کبله د ژوندي پاتې کېدو لپاره کړاونه ګالي، خو دوی له هغوی سره د مرستو د برابرولو لپاره له هلوځلو لاس نه اخلي. د روغتیا نړیوال سازمان پرون له خپلو شریکانو مننه کړې او لیکلي يې دي چې، د هغوی په همکارۍ د بشري مرستو برابرولو ته دوام ورکوي. د روغتیا د نړیوال سازمان د مالوماتو پر اساس ۲۸ میلیونه او ۳ لکه افغانان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.
































