د اروپايي ټولنې د چاپيریال یوې ادارې ویلي په اروپا کې د هوا ککړتیا هر کال ۱۲۰۰ کسان چې عمرونه یې تر ۱۸کلونو کم دي، مړه کوي. د دې ادارې په وینا د هوا ککړتیا وروسته په ژوند کې د نورو اوږدمهالو ناروغیو خطر زیاتوي. د اروپا د چاپيریال ادارې په دېرشو هېوادونو کې چې ۲۷ یې د اروپايي ټولنې غړي دي، تر څېړنې وروسته وویل، له وروستیو پرمختګونو سره – سره په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د هوا ککړتیا، د روغتیا نړیوال سازمان د سپارښتنې تر ټاکلو معیارونو خورا لوړه پاتې ده، په ځانګړي ډول په ختیځه اروپا او ایټالیا کې. په دې راپور کې د روسیې ګڼ صنعتي هېوادونه، اوکراین او برېتانیا نهدي شامل، خو پهکې ویل شوي چې په ټوله کې د مړینو شمېر په زیاتېدو دی.
































