په ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ په سطحه پوځي لګښتونه ۳ اعشاریه ۷ سلنه زیات شوي، چې اندازه یې د ریکارډ تر کچې دوه اعشاریه ۲۴ ټریلیون امریکايي ډالرو ته رسېدلې. دا پوځي لګښتونه تر سړې جګړې وروسته په مرکزي او لوېدیځه اروپا کې په کلني ډول تر ټولو زیات شوي دي. ویل شوي، اوکراین هم د جګړې په ډګر کې د روسیي ځواکونو په وړاندې د مبارزې لپاره خپل پوځي لګښتونه په بې سابقه ډول زیات کړي دي. د هغو معلوماتو له مخې چې د ستاکهولم د سولې نړیوال څېړنیز انستیتیوت خپاره کړي، د نړۍ ۵۶ سلنه پوځي لګښتونه یوازې د امریکا، روسیې او چین لهخوا شوي دي.
































