د اقتصاد وزارت وايي، مرستندویه بنسټونه او موسسې د بېوزلۍ په کمولو کې مهم رول لوبوي او له همدې امله دغه وزارت په هېواد کې د بېوزلۍ د لمنځه وړلو او اقتصادي ودې په موخې د مرستندویه بنسټونو او موسسو له فعالیتونو څخه له څارنې او روڼتیا سره سم ملاتړ کوي. اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي نړۍوالوې مرستې به په افغانستان کې هغه وخت اغېزمنې وي، چې د فقر د کمولو په پلمه سیاسي موخې تعقیب نشي. ورته مهال د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کار عواید په نشتوالي کې د دوی لپاره ژوند خورا ستوزمن شوی دی.
































