د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي، راتلونکې اوونۍ کې به د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر په مشرۍ د ۱۹ هېوادونو د استازو په ګډون د افغان سولې په اړه مهمه غونډه جوړه شي. د هېواد په خبره، د یادې ناستې هدف د افغان سولې په اړه د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا ده. هغه زیاته کړې، چې تر اوسه د بین الافغاني ناستې کره نېټه نه ده څرګنده خو په وینا یې؛ د راتلونکې ناستې تر ترسره کېدو وروسته به په دې اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي. نوموړي ویلي، چې په راتلونکې اوونۍ کې به څو نورې مهمې غونډې هم ترسره شي چې اجنډا به یې د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیل، د بندیانو پر خلاصون او دغه راز د سرتاسري اوربند پر ټینګېدو مفصل بحثونه وي.
































