یو شمېر سیاحتي شرکتونه وايي، د تېرو دوو کلونو په پرتله د هوايي سفر بیه لوړه شوې چې له همدې امله د مسافرو په شمېر کې هم کموالی راغلی دی. د دوی په وینا، دمګړۍ له کابله، دبۍ ته د الوتکې کرایه ۵۰۰ ډالره ده؛ په داسې حال کې چې دوه کاله مخکې دغه کرایه ۲۵۰ ډالره وه. یو شمېر سوداګر بیا وايي، افغانستان ته د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو د درېدو له امله د الوتکو کرایې لوړې شوې دي. دوی له سرپرست حکومته غواړي چې پر دغه بهیر په جدي توګه څارنه ولري. بل لور ته، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په نړۍ کې د الوتکو د تېلو د بیې لوړېدل په هېواد کې د هوايي سفر د بیې د لوړېدو تر ټولو مهم لامل ګڼي.
































