د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د تروریزم ضد مبارزې د پولیسو په مرکز کې د تېرې شپې بمي چاودنو د مړو شمېر ۱۶ کسانو ته لوړ شوی. د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو یوه چارواکي اختر حیات ګنډاپور فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي چې په وژل شویو کې پولیس افسران، پنځه تنه مشکوک کسان او د چم ګاونډ دوه ماشومان شامل دي. د سوات په کبل سیمه کې د دې چاودنو په نتیجه کې ۵۷ نور کسان هم ټپیان شوي. د سوات پولیس وايي، د چاودنو علت د ودانۍ په تاکاوۍ کې د لاسي بمونو او نورو مهماتو په زېرمه تون کې د برېښنا شارټي وه. د دې چاودنو له کبله د تروریزم ضد پولیسو ودانۍ ویجاړه شوې او چارواکي وايي چې د ویجاړې ودانۍ تر کنډوالو لاندې د احتمالي پاتې کسانو د ژغورنې لپاره عملیات اوس هم روان دي.
































