د اروزګان ځايي مسولین وايي، چې دې ولایت کې په لومړي ځل د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه. د مسولینو په وینا، د دې خونې په پرانیستلو سره به له دې ولایت څخه د کرنیزو او نورو محصولات په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. د سوداګرۍ خونې مسوول یونس مومند د يادې خونې پرانیستلو پر مهال وویل په اروزګان کې د سوداګرۍ خونې په پرانیستلو سره به د دغه ولايت د سوداګرو او دولتي مسوولينو ترمنځ همغږي رامنځته شي او ترڅنګ به يې له نړیوالو پانګه والو سره د اړیکو دروازه هم پرانیستل شي. په ورته وخت کې د اروزګان مرستیال والي وويل، د يادې خونې په پرانیستل کېدو سره به په دې برخه کې شته ستونزې حل او د دغه ولایت تولیدات به په ښه کيفيت صادر شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې له سوداګرو سره پوره همکار دی او ستونزو ته به یې رسېدنه کوي.
































