د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا یو ځل بیا په افغانستان کې په روان میلادي کال کې ۲۳.۷ میلیونو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه ۴.۶۲ ملیاردو ډالرو د مرستې د برابرولو غوښتنه کړې ده. اوچا نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغانستان د تېرو درېیو کلنو راهیسې په پر لپسې ډول د وچکالۍ د اغېزو لاندې دی. ملګروملتونو د روان۲۰۲۳ میلادي کال په سر کې په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۴.۶۲ ملیاردو ډالرو د برابرولو غوښتنه کړې وه. خو د ملګروملتونو دا اداره وايي، نړیوالې ټولنې د دغه کال په لومړیو دریو میاشتو کې یوازې ۲۵۰ میلیونه ډالر، چې د ټولې غوښتل شوې مرستې ۵.۴ سلنه جوړوي ورته تراوسه برابر کړي دي.
































