په نیمروز کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په تېره یوه میاشت کې نږدې ۵۴ زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي. ځینو سرچینو ویلي، چې په تېرې حمل میاشت کې د کورنيو او مجردو کسانو په ګډون ٥٣ زره او ٩٩٩ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینې زياتوي، چې ډېرى دغه کډوال په زور له ايران څخه ايستل شوي او د نيمروز ولايت د ورېښمو د پله له لارې افغانستان ته راغلي دي. ویل کیږي چې په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان مهاجرینو ایستل زیات شوي دي.
































