د امریکا د استخباراتي ادارې د مشرې جینا هاسپل او د ملي استخباراتي ادارې د مشر جان راتکلف په حضور کې به د سي ای اې ادارې لوړپوړي چارواکي نن د نیویارک ټایمز د راپور په اړه کانګرس ته معلومات ورکړي. د سي ای اې استخباراتي مامورین وروسته تر هغه کانګرس ته د ځواب ویلو لپاره ورغوښتل شوي دي چې په پام کې ده تر یادې استجوابیه غونډې وروسته پر روسیې ځینې بندیزونه ولګول شي. څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د استخباراتي مامورینو له خولې راپور کې ویلي و چې روسیې په افغانستان کې د امریکایانو د وژنې پر سر طالبانو ته پیسې ورکړې دي چې ټرمپ په پیل کې دا راپورونه رد کړل خو وروسته بیا د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې دوی په دې اړه اطلاع تر لاسه کړې خو دا نشي ویلی چې تر لاسه شوي معلومات څومره باوري دي.
































