د بزنس انسایډر په نامه خپرونې راپور ورکړی، داسې راپورونه یې موندلي چې ښیي افغانستان کې د یو امریکایي د وژلو پر سر یو لک ډالر هم ورکړل شوي دي. راپور کاږي، د رحمت الله عزیزي په نامه د مخدره توکو یو قاچاقبر چې په وار وار یې روسیې ته سفرونه کړي دي افغانستان کې یې د امریکایي وګړو د وژنې پر سر د پیسو وېش کې لاس لاره. بزنس انسایډر د نیویارک ټایمز په حواله ویلي، چې څلوېښت کلن رحمت روسیې ته له پرلپسې سفرونو وروسته په افغانستان کې د امریکایانو د وژنې پر سر د پیسو وېشلو کې مرکزي رول لوبولی دی. د راپور له مخې، نوموړي به د روسي استخباراتو پیسې یا په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د نورو هېوادونو له لوري طالبانو ته ورکولې چې د یو امریکایي د وژلو پر سر ان یو لک ډالر هم ورکړل شوي دي. راپور کې راغلي، کله چې شپږ میاشتې مخکې د افغانستان استخباراتي فعالینو د نوموړي د ملګرو پر دفتر برید وکړ نو شکمن کس تښتېدلی و او ګمان کېږي چې هغه اوس په روسیه کې اوسېږي. راپور کې وړاندې د رحمت د ملګرو له قوله ویل شوي، که څه هم نوموړی یو کوچنی قاچاقبر و خو د ژمې لپاره یې حتی کور کې کمپلې نه درلودې. هغوی وایي، دوی نه پوهېږي چې هغه دا پیسې له کومه کړې خو په وروستیو کې یې زرهي موټرونه او ګڼ ساتونکي لرل.
































