د چين د بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې تر اوسه پورې په سوډان کې امنيتي وضعیت پېچلی او ترینګلی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ ویلي، چې د بېلا بېلو خواوو په کوښښونو سره په سوډان کې زياتره چيني اتباع په منظم او خوندي توګه د سوډان ګاونډيو هېوادونو ته ايستل شوي دي. چین ویلي، خپلو اتباعو ته یې ویلي، چې خپل امنیت ته پاملرنه زیاته کړي، په سوډان کې له چيني سفارت سره اړيکې وساتي، د سفارت خبرتياوو ته پاملرنه وکړي او د خپل خونديتوب تدبيرونه ټينګ کړي.
































