هند د خپلو هوايي ځواکونو د قوي کولو لپاره له روسیې ۳۳ جنګي جیټ الوتکې اخلي. د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د هند دفاع وزارت ویلي، چې په دغه الوتکو کې 21 میګ- 29 الوتکې شاملې دي. د هند دفاع وزارت ویلي چې د دغو جنګي الوتکو د اخیستو پرېکړه یې د خپل هوایي ځواک قوي کولو له امله کړې، چې له ډیره وخته ورته اړتیا وه. د هند له نیمایي زیات پوځي وسایل د روسيې هېواد ساخت دي.
































