د روغتیا نړیوال سازمان وايي، جاپان په افغانستان کې د ویروسي ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره ۱۸ میلیونه ډالر مرسته کړې ده. د دې موسسې د افغانستان څانګې پرون په یوه بیان کې لیکلي چې دا پیسې به د خپلو همکارانو د ظرفیت د لوړولو او همدارنګه د میندو او ماشومانو په درملنه ولګول شي. د بیان له مخې، د افغانستان په څېر هېوادونو کې له طبيعي پېښو وروسته ويروسي ناروغۍ زياتېږي. دا مالي مرسته په داسې حال کې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره کېږي چې ناروغانو ته د لازمو روغتیايي خدمتونو د نه وړاندې کولو او د خوارځواکۍ په څېر ناروغیو له امله د ماشومانو د مړینې په اړه ډېر شکایتونه موجود دي.
































