د بلخ ولایت د نهرې شاهي ولسوالۍ اړوند سیمه کې د هایلکس موټر د چپه کېدو له امله د درېو ښځو په ګډون ۱۱ تنه مړه شوي او نهه تنه نور ټپیان دي. د بلخ ولایت د امینې قومندانۍ ویاند وايي، چې ټپیان له پېښې وروسته د مزار شریف روغتون ته انتقال شوي او د یو شمیر کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
































