د امریکا ولسمشر جو بایډن شمالي کوریا ته خبرداری ورکړی، چې که د اټومي وسلې څخه کار واخلي، د ورته وسلې د ځواب سره به مخ شي او دا به د پیونګ یانګ د مشرتابه پای وي. بایډن دغه خبرې په سپینې ماڼۍ کې د جنوبي کوریا د ولسمشر «یون سوک یول» سره له لیدنې څخه وروسته په یو خبري کنفرانس کې کړې دي. سیول او واشنګټن په داسې حال کې د شمالي کوریا د ګواښ پر ضد د چمتوالي خبرې کوي چې پیونګ یانګ په بې سارې توګه د توغندیو آزمایښتونه ډیر کړي.
































