د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په سوډان کې د مېشتو افغانانو له ډلې څخه یې د سعودي عربستان په مرسته لومړۍ جوپه هېوادوال له دې هېواد څخه ایستلي او په یوه ځانګړي پرواز کې یې د سعودي عربستان جدې ښار ته لېږدولي دي. له بهرنیو چارو وزارت څخه په دې تړاو په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې سوډان کې پاتې افغانانوته ډاډ ورکوي چې له دغه هېواد څخه د دوی د خوندي ایستلو لپاره يې هلې ځلې روانې دي او په دې برخه کې له ټولو امکاناتو څخه استفاده کوي. بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان له مرستې هم مننه کړې.
































