پاکستاني پولیس وايي، چې په سېند ایالت کې له یرغمل نیوونکو سره د یوې نښتې پر مهال شپږ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی. د پاکستان امنیتي چارواکي وايي دغه نښته داسې مهال رامنځته شوې چې وسلهوالو انسان تښتونکو د یوه ځايي سوداګر زوی د بلوچستان ایالت له دېرالله یار سیمې څخه تښتولی و، چې پولیس یې پر ضد د عملیاتو د ترسره کېدو لپاره وتلي وو او ډزې پرې شوې دي چې له امله یې شپږ تنه پولیس وژل شوي او یو بل تن ټپي دی. د تښتوونکو او یرغمل شوي کس د برخلیک تر اوسه څه نهدي ویل شوي.
































