افغانستان کې د یوناما مشره وايي، یو شمیر شر غوښتونکي شته او نه غواړي افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي. نوموړې وايي، چې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ډلو تر منځ په روانه میاشت کې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل په لړ کې دې ښکېلې خواوې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي او د دوحې د راتلونکو خبرو اترو لپاره د مناسب چاپیریال د رامنځ ته کولو او د انسانانو د ژوند ژغورنې په هدف دې جګړه کمه کړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشې ځانګړې استازې دیبرالاینز وویل، چې یو شمېر شرغوښتونکي شته او نه غواړي چې جګړه پای ته ورسیږي. نوموړې وایي مهمه نه ده چې دوی د سولې بهیر د خنثی کولو لپاره کوم تاکتیک کاروي، خو دوی ته باید اجازه ورنکړل شي، چې بریالي شي.
































