د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د دې شرکت تخنیکي کارکوونکي بریالي شول، چې د پلخمري – کابل ترمنځ د ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا یو مزی بېرته ونښلوي او د ۲۲۰ میګاواتو په شاوخوا کې برښنا کابل او اړوند ولایتونو ته ولېږدوي. برېشنا شرکت ویلي، چې د دویم مزي پر نښلولو کار روان دی، چې هغه به هم ژر تر ژره ونښلول شي او د وارداتي برښنا بهیر به بېرته عادي حالت ته را وګرځي.
































