د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې د رایو په اکثریت د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا د مېرمنو او نجونو پر تعلیم او کار بندیزونه وغندل او د دې بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه. د امنیت شورا دا ځانګړې غونډه پرون ناوخته جوړه شوې وه، چې پکې د نړۍ څه باندې ۹۰ هېوادونو د دې پرېکړه لیک ملاتړ وکړ. متحدو عربو اماراتو او جاپان دا پرېکړه لیک ترتیب کړی و. د امنیت شورا لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نړۍواله ټولنه به په داسې حال کې څنډې ته پاتې نه شي چې په افغانستان کې نجونې او مېرمنې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو څخه محرومې وي. په پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو سرپرست حکومت ته پیغام ورکړی او ویلي یې دي چې د افغان مېرمنو او نجونو څنډې ته کول په کلکه غندي او په چټکه توګه د نه دفاع کېدونکو فرمانونو بېرته اخیستل غواړي. د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې د طالبانو دا اقدامات د ملګرو ملتونو په تاریخ کې «بې سابقه» بلل شوي او ویل شوي چې دا اقدامات بشري حقونه او بشردوستانه اصول کمزوري کوي.
































