د بریټانیا حکومت له افغانستانه د بریټانوي او افغان وګړو د ایستنې د بهیر په تړاو د رسمي پلټنې غوښتنې رد کړې دي. د استازو جرګې دفاعي کمېټې له افغانستانه د وتلو او په افغان جګړه کې د بریټانیا د ونډې د ارزونې غوښتنه هم کړې وه. خو د بریټانیا دفاع وزارت ویلي، چې د دې مسلې په تړاو یې په خپله وار له مخه پلټنې کړې او په وینا یې نورې ارزونې به یې ډېرې ګټورې نه وي.
































