د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان ولسمشرانو وویل چې د ټرانزیټ، ټرانسپورټ او سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا لپاره دې د درېیو هېوادونو ګډه کاري کمېټه جوړه شي. د ولسمشر د ویاند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته تېره ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. ولسمشر غني د درې واړو هېوادونو د ګډې کاري کمېټې جوړولو په اړه د اذربایجان د ولسمشر الهام علي اوف وړاندیز ته په اشارې ویلی چې د درې واړو هېوادونو د ټرانسپورټ او اړوندو وزیرانو په کچه دغه ګډه کمېټه به د سیمه ییز اتصال، اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر او ټرانسپورټ د پراختیا لپاره کار کوي او خپل ربع وار راپورونه به په لوړه کچه د ستونزو د حل او احتمالي بېروکراسۍ د مخنیوی په موخه د درې واړو هېوادونو ولسمشرانو سره شریکوي. غني ویلي چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اذربایجان او ترکمنستان دولتونو او خصوصي سکتور سره ګډ کار ته چمتو دی. نوموړي ویلي، چې د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان هېوادونو ګډه کاري کمېټه دې د روان کال په جولای میاشت کې خپله لومړنۍ کاري غونډه وکړي.
































