په ۲۰۲۲ کال کې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې تر ۳۸۴ زرو ډېر پناه غوښتونکي منل شوي او یا یې خوندیتوب ترلاسه کړی دی، چې دا د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د اروپايي ټولنې د احصایې دفتر د ۲۰۲۲ کال لپاره د پناه غوښتنې شمېرې خپرې کړې، چې ښيي په دې ټولنه کې د منل شویو پناه غوښتونکو شمېر د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه ډېر شوی دی. د اروپايي ټولنې د احصایې د دفتر په وینا، په ۲۰۲۲ کال کې ۳۸۴ زره او ۲۴۵ پناه غوښتونکو منل شوي، چې ۴۴ سلنه یې د جینوا کنوانسیون پر بنسټ د مهاجرینو په توګه پیژندل شوي، ۳۱ سلنه خلکو لنډ مهاله یا ضمني خوندیتوب ترلاسه کړی، او ۲۵ سلنه نورو د بشري حقونو خوندیتوب ترلاسه کړی دی. تېر کال ډېری منل شوي کډوال د سوریې وو، چې ټولټال ۲۹ سلنه جوړوي. پروسږ کال په اروپايي ټولنه کې د منل شویو افغان کډوالو شمېر ۸۷ زره ۵۳۹ و چې د ټولو منل شویو کډوالو ۲۳ سلنه جوړوي.
































