د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وایي د مذاکراتو په پیل کې ځنډ، په دې برخه کې را منځ ته شوي فرصتونه زیانمنوي. نوموړی وایي، له ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې د سولې پروسې او اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کړې دي. خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې له افغان سیاسي مشرانو سره یې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او په دې ټینګار وشو، چې د مذاکراتو د پیل پر وړاندې شته خنډونه باید لرې شي، ځکه په وینا یې په دې برخه کې ځنډ د سولې فرصتونه زیانمنوي. نوموړی وایي، اقتصادي ټېکاو له ثبات سره مرسته کوي او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره هغه مهال فرصت رامنځ ته کېدای شي، چې افغان چارواکي په دې برخه کې ښې پرېکړې وکړي او اسانتیاوې را منځته کړي.
































