بهرنیو چارو وزارت وايي په راتلونکې اونۍ کې به د افغان سولې په اړه څو اړخیزې ناستې پیل شي. د دې ناستو هدف د افغان سولې لپاره چمتووالی او د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کول دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، د دې ناستو پایلې به د بین الافغاني مذاکراتو پر پیلېدو او څرنګوالي مستقیم اغېز وکړي. ټاکل شوې دا ناستې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شي. د نوموړي په وینا د سولې په اړه لومړۍ څو اړخیزه ناسته به راتلونکې دوشنبه د سیمې د هېوادونو د استازو ترمنځ جوړه شي، چې د سیمې د شل هېوادونو استازي، د افغانستان ستراتیژیک شریکان، او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
































