د ننګرهار ولایت د شوکاڼي اتحاديي مسوولین وایي، د حکومت له لوري د قرارداد نه کول هغه څه دي چې، په دې ولایت کې يې۳۴ فابریکې له سقوط سره مخ کړي او تر شل زرو زیات کسان بې روزګاره شوي دي. ننګرهار کې د شوکاڼي اتحاديې مسوول دلاور جرنیل زاده وايي، په دې ولایت کې د ګڼو فابریکو کارونه له تېرو څو میاشتو راهیسې، د حکومت له لوري له یادو فابریکو سره د قرارداد نه کولو له امله په ټپه ولاړ دي. نوموړی وايي، هېواد کې یې پانګه اچونه کړې او هر کال له همدې فابریکو پنځه سوه میلیونه افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته ورځي. په ورته مهال د کانونو او پطرولیم وزارت مسوولین د بیا ځلې قرارداد کولو ډاډ ورکوي، خو وايي، دا قرارداد به له هغو شرکتونو سره وي چې د شو کاڼي د پروسس چارې په کور د ننه وکړي.
































