د اوکراین دفاع وزیر وایي، د روسي ځواکونو پر ضد د پسرلنیو عملیاتو لپاره د اوکراین چمتووالی د بشپړېدو په حال کې دی. اوکرایني چارواکو خبر ورکړی چې د روسیې خلاف یې د پسرلنیو عملیاتو لپاره چمتووالی په بشپړېدو دی. د یاد هېواد د دفاع وزیر «اولیکي ریزنیکوف» تېره ورځ خبري غونډې ته ویلي چې د یرغلیز عملیاتو لپاره لاهم یو شمېر کوچنۍ مرحلې شته چې باید بشپړې شي. هغه زیاته کړې، د امنیتي دلایلو له کبله په دې برخه کې اوس جزیات له رسنیو سره نه شي شریکولای. وړمه ورځ هم روسیې د کییف په ګډون د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو بریدونه کړي دي.
































