په کراچۍ کې افغان کونسلګرۍ وايي، د سېند صوبې له زندانونو څخه د دوی په هڅو د ۲۴ ماشومانو په ګډون ۵۶ افغانان خوشی او افغانستان ته ولېږدول شول. د دغې کونسلګرۍ په ټویټرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د سېند صوبې محابسو څخه د افغان وګړو د خلاصون په بهير کي پرون په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ د هڅو په پایله کې د کراچی ملیر او سنټرل جېل له محابسو څخه ۵۶ افغانان چې په کې ۲۴ ماشومان شامل دي خوشی شول. سرچینه زیاتوي، دغه کسان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارښونې سره سم د دې جنرال کونسلګرۍ په مالي لګښت په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ سرپرست سید عبدالجبار تخاري په موجودیت کې په دوو بسونو کې افغانستان ته ولېږدول شول.
































