د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په یوه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي. د بغلان امنیتي چارواکي وايي، دا پېښه داسې مهال رامنځته شوه چې د پولیسو موټر پر ماین وخوت. د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت د پولیسو پر موټر د ماین چاودنې پېښه تایيدوي او وايي، دغه چاودنه مرګ ژوبله هم لري خو زیاتوي چې په سیمه کې د مخابراتي شبکو د نه فعالیت له امله یې تراوسه بشپړ جزییات نه دي ترلاسه کړي. نهرین ولسوالۍ د بغلان په ختيځ کې موقعیت لري او د دې ولایت له ناامنو ولسوالیو ګڼل کېږي.
































