له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکو ویلي، چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د طبیعي پېښو له کبله له ۱۰۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دوه زره ډېر نور ټپیان شوي دي. د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ویلي، چې د دغو پېښو په پایله کې ۴۰ زره کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي او ۹۰ زره څاروي له منځه تللي دي.
































