په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د سیاسي چارو برخې مشر سکاټ سمېټ د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د دفتر له عمومي رییس سره په لېدنه کې غوښتنه کړې چې سرپرست حکومت دې د نجونو د زدهکړو او ښځینهوو د کار کولو په تړاو ګامونه واخلي. د ارګ ټویټر پاڼې د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د دفتر د عمومي رییس په حواله زیاته کړې، یوناما دې د دوحې راتلونکې ناستې ته د سرپرست حکومت د لاستهراوړنو په تړاو کره معلومات وړاندې او د دې غونډې ګډونوال دې د سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو ته وهڅوي.
































