د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر وايي، د پاکستان د امنیت لپاره په افغانستان کې ثبات، امنیت او سوله مهم دي. نوموړي چې پرون یې په یوې پوځي اکاډمۍ کې یوې غونډې ته خبرې کولې، وویل، پاکستان په سیمه کې د ټیکاو او اقتصادي ثبات د غوښتنې په موخه د افغان سولې له بهیره دوامداره ملاتړ وکړ. منیر ویلي، چې افغانستان کې ټېکاو د پاکستان امنیت ته بنسټیز حیثیت لري. عاصم منیر وايي چې دوی ته د هېواد له ساتنې بل مهم لومړیتوب نشته.
































