طالبانو د هند په نیمه وچه کې له القاعده شبکې سره د دې ډلې د همکارۍ په اړه د امریکا د دفاع وزارت وروستی راپور رد کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان د هند د نیمې وچې په ګډون په هېڅ ځای کې له کومې بهرنۍ ډلې سره همکاري نه کوي. د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې هڅه کوي د دوی او امریکا ترمنځ شوی تړون عملي او افغانستان ته سوله راشي. په اعلامیه کې له امریکايي چارواکو غوښتل شوي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي. د امریکا د دفاع وزارت په یو نوي راپور کې ویلي، د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکه اوس هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او طالبان له دې ډلې سره همکارۍ ته دوام ورکوي.
































