په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان استازی لوو داپينګ وايي، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ پېښې ۴۵ سلنه زیاتې شوې وې. هغه دا خبره نن افغانستان د روغتیا وزارت لهخوا د ملاریا پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې. د لوو داپينګ له قوله، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د ملاريا ۱۲۵ زره ۷۸۸ پېښې راپور کړې وې چې دا شمېره، د ۲۰۲۱ کال په پرتله شا و خوا ۴۵ سلنه زياتوالی ښيي. په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د ننګونو د هوارولو او په افغانستان کې د ملاريا د لهمنځه وړو په برخه کې د خپلو ژمنو او د عمل د بيا تازه کولو لپاره اقدام وکړي. د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۴ کلونو کې په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ له امله د کومې مړینې راپور نهدی ورکړل شوی.
































