د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو درېیو اونیو کې د کرونا ناروغانو شمېر کې کموالی راغلی. د دې وزارت مرستیال وحید مجروح وايي، په وروستیو کې په کرونا وبا د خلکو اخته کېدل کم شوي. نوموړی وايي، په دې وروستیو کې د خلکو ورتګ هم روغتونونو ته کم شوی دی. مجروح وايي، له دې وړاندې د ناروغانو شمېر زیات و ان تر دې چې د روغتونونو تختونه هم ترې ډک و خو اوس دغه حالت ښه شوی او ډاکتران کولی شي په سمه توګه د ناروغانو درملنه وکړي. نوموړی دغه راز وايي، له ۱۰۰ زیات د تنفس مصنوعي ماشینونه له جرمني هېواد څخه رارسېدلي دي او له دې سره به د ناروغانو درملنه نور هم چټکه شي.
































