سپینې ماڼۍ د اوس لپاره هوکړه کړې چې له ټاکنو وروسته به هم په افغانستان کې یو شمېر سرتیري پاتې شي. امریکایي رسنیو د یوشمېر لوړ پوړو پوځي چارواکو له قوله ویلي، چې سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت د اوس لپاره هوکړه کړې، چې د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته هم په افغانستان کې شاوخوا ۴ زره سرتیري پریږدي. راپور وایي، چې اوس مهال د امریکایي ځواکونو وتل د افغانستان په وضعیت پورې نه، بلکې د امریکا پر ولسمشرۍ ټاکنو پورې تړلی دی، ځکه په وینا یې ټرمپ اوس مهال د افغانستان مسایلو ته ډېره کمه پاملرنه کوي. تېره میاشت په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کینت مکینزي ویلي و، تر هغو چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړې نه وي، له افغانستانه د امریکايی ځواکونو د بشپړ وتلو سپارښتنه نه کوي.
































